انصار: (د سلواغه ۱۲مه)، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وین بین وایي، چې د طالبانو د سفیر باور لیک منل یوه عادي ډیپلوماتیکه پروسه ده او د یوه دوست ګاونډ په توګه یې تل له افغانستان سره ښې اړیکی پاللي دي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره تعامل ته پراختیا ورکړي او هغه وهڅوي چې د نړیوالو اندېښنو ته په اغېزمن ډول ځواب ووایي.
چینایي ویاند زیاته کړه: « د افغانستان په وړاندې د چین سیاست ثابت او روښانه دی. چین د افغانستان د یوه اودمهاله دوست ګاونډي په توګه تل د ټولو افغانانو په وړاندې دوستانه بهرنۍ تګلاره تعقیب کړې او له افغانستان سره یې ډیپلوماتیکې اړیکې ساتلې او په بیلابیلو برخو کې یې راکړې ورکړې او همکاري کړې دي.»
طالبانو څه موده مخکې په چین کې بلال کریمي د خپل سفیر په توګه معرفي کړ.
د چین ولسمشر اوړمه ورځ د نورو یو شمېر بهرنیو سفیرانو په ګډون د بلال کریمي باورلیک هم ومانه.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29925